د ننګرهار د شیشم باغ د کرنې په څېړنیز مرکز کې په بېلابېلو کرنیزو توکو څیړنې روانې دي

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۸ - ۱۳:۳۹
د ننګرهار د شیشم باغ د کرنې په څېړنیز مرکز کې په بېلابېلو کرنیزو توکو څیړنې روانې دي


۸ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۱ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د شیشم باغ د کرنې په څیړنیز فارم کې د  بېلابېلو کرنیزو توکو څیړنې د اصلاح شوي تخمونو او د بوټو د ناروغیو د کنټرول او پېژندنې په موخه روانې دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د کرنیزو خدماتو امر نعمت الله اکبري او ور سره مل پلاوي چې، له دې څیړنیز فارم څخه یې لیدنه کول وویل، چې په یاد فارم کې د جوارو ژر رسه تخم د تولید لپاره ۸۰۰۰ متره مربع، د شولو ژر رسه تخم تولید لپاره ۱۱۰۰۰ متره مربع، د سویابینو د تخم د تولید لپاره ۲۰۰۰ متره مربع او د مېوو د تخم د تولید لپاره ۴۰۰۰ متره مربع په سیمه کې تجارب کرل شوي دي، چې په ټولو تجاربو اګرانومیکې عمليي ترسره شوي.  
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې څېړنه کې د نباتاتو د اصلاح، اګرانومي او د ناروغیو د مطالعې سیټونه شامل دي، چې تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددغو څېړنو پایلې د کرنې له کارپوهانو، متخصصینو او بزګرو سره شریکیږي، ترڅو په راتلونکي کې د یاد محصولاتو د ښه او ډېر تولید په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي. ددې ترڅنګ په دې څېړنیز فارم کې بزګرو، ځمکوالو، د کرنې پوهنځی او د کرنې د انسټیټوټ زده کړیالانو ته هم د کرکېلي په بېلابېلو برخو کې د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې په پار څېړنیز پروګرامونه پلي کړي. ددې ادارې د پلان پر بنسټ د شیشم باغ په څېړنیز فارم کې د حبوباتو، سبو او مېوو پر تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني دکرنې رییس د ده‌یک ولسوالی ولسوال سره وکتل

۱۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی له ولسوال مولوي غلام حیدر طه سره په کتنه کې په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې. . .

بازگشت