بزګران دې په تولیدي سرچینو پانګونه وکړي

qiam_amin
بزګران دې په تولیدي سرچینو پانګونه وکړي

پــه دې ورځــو کــې د هېــواد دکرنــې پــه هکلــه پرلــه پســې خبرونــه او راپورونــه چــې اورو او خپــره وو یــې، ښــه او هیلــه بښــوونکي خبرونــه او راپورونــه دي. داســې خبرونــه او راپورونــه چــې د هېــواد پــه کچــه د یوشــمېر کرنیــزو توکــو اومېــوو د حاصلاتــو لــه زیاتــوالي حکایــت کــوي. وروســتي خبرونــه پــه یوشــمېر ولایتونــو کــې دیوشــېر مېــوو د حاصلاتو زیاتــوالي پــه هکلــه وو. لــه مڼــې تــر جلغــوزې هغــه مېــوې دي، چــې حاصــلات یــې ډېــر شــوي دي. دا خبرونــه، ددې ترڅنــګ چــې د افغانســتان بازارونــه لــه کورنیــو محصولاتــو ډکــوي، د بڼوالــو او بزګرانــو د عوایــدو د زیاتــوالي لامــل هــم کېــږي.
اړینــه خــبره داده، چــې بزګــران پــه خپــل ســږنيو پراخــو محصولاتــو سره د خپلومــالي ســتونزو د هوارولــو ترڅنــګ کــولای شي، چــې د راتلونکــې کال پــه پــار پــر خپلــو عوایــدو پانګونــه وکــړي. دا پانګونــې کــولای شي، چــې د احتیــاط لپــاره د وچکالــۍ پــه موخــه د اوبــو زېرمــې جــوړول وي او یــا د خپلــو ځمکــو هــوارول او یــا راتلونکــو کلونــو کــې د لا ډېــرو عوایــدو لپــاره د خپلــو کرنیــزو ځمکــو زیاتوالــی.
کــه بزګــران او بڼــوال د خپلــو عوایــدو سرچینــو تــه پــام وکړي او پــه هغــو کالونــو کــې، چــې د دوی د کرونــدو او بڼونــو حاصــلات ډېــر دي د پانګونــې لــه لارې خپلــو عایــداتي سرچینــو تــه وده ورکــړي، ښــکاره خــبره ده، چــې پــه راتلونکو کلونــو کــې کــه څــه هــم ســتونزو سره مــخ شي، پــه هماغــه کچــه عوایــد او کــه ســتونزې نــه وي د تېــرو کالونــو پــه پرتلــه ډېــر عوایــد ترلاســه کــوي.
د عوایــدو پــر سرچینــو د پانګونــې او پاملرنــې لــه لارې بزګــران او بڼــوال توانېــږي، چــې راتلونکــو کالونــو کــې ډېــر عوایــد ولــري، او لــه عــادي حالــت وکــره او وخــوره څخــه ووځــي. کــه د بزګرانــو لــه خــوا پــه یــوه کال کــې د بزګرانــو اقتصــادي وده مدیریــت شي کــولای شي، چــې پــه راتلونکــو کالونــو کــې د دوی د عوایــدو او کاروبــار د پراختیــا او زیاتوالــی لامــل شي.
بزګــران کــولای شي، چــې د خپلــو تولیــدي سرچینــو پــه زیاتــولي سره د خپلــو عوایــدو کچــه لــوړل کړي، چــې د دوی د اقتصــادي ودې لامــل کېــږي، دوی د دویمــې بازارونــو لــه امکاناتــو څخــه، چــې اړتیایــې ډېــر او تولیــد یــې کــم دي هــم ګټــه پورتــه کــولای شي او لــه دې لارې کــولای شي، چــې خپــل عوایــد څــو برابــره ډېــر کــړي.
د مېــوې تولیدوونکــي کېــدای شي، چــې ســږکال د تېــرکال پــه پرتلــه دوه چنــده او یــا ډېــر عوایــد ولــري، ځکــه ســږکال یــې هــم حاصــلات ښــه دي او هــم یــې بیــې ښــې دي، خــو لــه زیاتــو عوایــد سره بایــد څــه وکــړي؟ کــه دا عوایــد ټــول مــرف کــړي یــا د عامــو خلکــو پــه وینــا «ډبــل خرچــي» وکــړي هــم کــولای شي، خــو کــه د دغــو عوایــدو یــوه برخــه یــې د نــورو کلونــو لپــاره پانګونــه وکــړي هــم یــې پــه وس کــې دي.
بزګرانــو لپــاره اړینــه خــبره داده، چــې تشــخیص ورکــړي او پــه دې خــبره ځــان پــوه کــړي، چــې پــه تېــرو کالونــو کــې ولــې ونــه توانېــدل، چــې د ســږکال پــه څېــر عوایــد ترلاســه کــړي؟ دوی کــولای شي، چــې خپلــې ســتونزې پیــدا کــړي او د ســږني اضــافي عوایــدو څخــه د راتلونکــي کالونــو پــه پــار شــته ســتونزې هــوارې کــړي، ترڅــو وکــولای شي، چــې راتلونکــی کال لــه ســږکال څخــه ډېــر او یــا حتــا د ســږکال پــه څېــر عوایــد ولــري.
دا یــو واقعیــت دی، چــې ډېــری بزګــران نــه شــوي کــولای، چــې پانګونــه وکــړي خــو د پــام وړ یــوه برخــه یــې دا کار کــولای شي. احتــمالي ســتونزو تــه نــه پاملرنــه ددې سره سره، چــې د هوارولــو لپــاره یــې پیســې هــم  ولــرئ ښــه کار نــه دی. 
اړینــه خــبره داده، چــې د بزګرانــو تــګلاره بایــد د دوی د تولیــدي سرچینــو د ودې پــه پــار بــدل شي او پــه بشــپړه توګــه هــر شــی، اوبــو او هــوا او بــاد او بــاران تــه پرېنــږدي. بایــد داســې اســانتیاوې رامنځتــه شي، چــې دوچکالــۍ پــه صــورت کــې د ورښــتونو لــه کمــې کچــې هــم ښــه ګټــه پورتــه شي او د کرونــدو حاصــلات دې دومــره وي، چــې د بزګرانــو لګښــتونه پــرې پــوره شي.