هلمند کې کروندګور لپاره د عملي او نظري زده کړو په موخه ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۱:۵۱
هلمند کې کروندګور لپاره د عملي او نظري زده کړو په موخه ننداریزې کروندې جوړېږي

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د فني او مسلکي کارکونکو پر مټ هڅې کوي تر څو د نباتي ناروغیو او افتونو کنټرول پر وخت سره وکړي.
یاد ریاست وایي، چې ددې ولایت بزګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو مخنیوي د عملي او نظري زده کړو په پار اته ننداریزې کروندې جوړوي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د نباتي ناروغیو هر اړخیز مخنیوی (IPM) په موخه چې صنعتي نباتات، سابه او مېوې په کې شامل دي اته ننداریزې کروندې جوړېږي.
په دغو ننداریزې کروندو کې بزګرانو ته د شته ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په پار لازمې لارښوونې، میخانیکي او کیمیاوي لارې چارې او ترڅنګ  یې د ناروغیو د مدیریت او د کیمیاوي درملو زیانونه هم بزګرانو ته ښودل کېږي.
دیادې پروسې له لارې به بزګر وتوانیږي ترڅو په اسانۍ سره مخکې تر دې، چې نباتي ناروغۍ او افتونه یې پر کښتونو حمله وکړي مخه یې ونیسي، چې په دې سره به دبزګرو د صنعتي نباتاتو، سبو او مېوو کمیت او کیفیت ښه او لوړ حاصلات به ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت