هلمندي بڼوالو ته دانګورو حاصلاتو راټولولو او ناروغیو کنټرول میخانیکي لارې چارې ښودل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۶:۱۱
هلمندي بڼوالو ته دانګورو حاصلاتو راټولولو او ناروغیو کنټرول میخانیکي لارې چارې ښودل کېږي

۹ چنګاښ ۱۴۰۰
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یاد ریاست د فني کارکوونکو له خوا بڼوالو ته د انګورو حاصلاتو راټولولو او ناروغیو میخانیکي کنټرول په پار د زده کړې لړۍ پیل شوې ده.
د هملند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې لړۍ کې د یاد ولایت ۵۰۰ مخکښو بڼوالو ته د وړتیالوړنې په پار زده کړې ورکول کېږي.
د الکو په خبره د یاد پروګرام په پلي کولو سره بڼوالۍ د بڼوالۍ سکټور په برخه کې لا هڅول کېږي او ترڅنګ یې د انګورو حاصلاتو راټولولو او د ناروغیو کنټرول نوې لارې چارې زده کوي، چې په یادو برخو کې به اغېزناک تمام شي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست هلی ځلی کوي، چې بڼونو کې ناروغۍ له میخانیکي لارې کنټرول کړي، چې د بڼوال د عواید د زیاتوالي لامل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت