هلمند کې د پستې ۵۱۰ جریبه نوې بڼونه جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۷:۴۰
هلمند کې د پستې ۵۱۰ جریبه نوې بڼونه جوړېږي

۸چنګاښ ۱۴۰۰
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د همکارو موسسو او خلکو په همکارۍ په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د پستې سلګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې ډېره ښه پایله یې هم ور کړې او ټاکل شوې، چې د پستې ۵۱۰ جریبه نوې بڼونه هم د روان کال په ترڅ کې جوړ شي.
په هلمند کې د پستې ۵۱۰ جریبه نوي بڼونه په داسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د پستې سلګونه جریبه بڼونه جوړ شوې دي، چې د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم وهڅول، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.
د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې په دې ولایت کې د پستې د بڼونو په جوړولو کې د خصوصي سکټور ونډه د پام وړ دی.
ښاغلی الکو وایي: «له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د پستې بڼونو جوړولو او ترویج په پار هلې ځلې کړندي شوي دي، دولتي قوریو کې دکرنې ریاست له خوا لس زره د پستې نیالګي روزل شوي دي او هغو بزګرانو ته به ورکړل شي، چې د پستې بنونو جوړولو ته لېوالتیا لري.»
د ښاغلي الکو په خبره په دې ولایت کې د خصوصي سکټور له خوا ۱۰۲ زره د پستې نیالګي روزل شوي دي،چې د دوی له خوا به پر ځمکوالو ووېشل شي.
د هلمند د کرنې رییس وایي، چې د هلمند ولایت د نوزاد او موسی کلا په ولسوالیو کې په دې وروستیو کالونو کې د پستې سوداګریزه بڼونه هم جوړ شوي دي او د روان کال په لړ کې ۱۳ زره د پستې ونې پیوند شوي دي.
دغه راز د هلمند دکرنې ریاست له خوا ددې ولایت ځمکوالو او بڼوالو ته د پستې نیالګیو پیوند، د ځمکې ډیزاین او نقشې او همداراز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې هم په عملي او نظري ډول ښودل شوي دي.
افغانستان په نړۍ کې د لوړ کیفیت پستې لرلو ویاړ لري او پسته د افغانستان د صادراتو یو مهم جز دی. دې ته په کتو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان په هغو ولایتونو کې، چې د پستې د ونو لپاره مناسب اقلیم لري هرکال سلګونه جریبه دپستې نوې بڼونه جوړوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت