هلمند کې په پلاستکي کڅوړو کې د بیرې کرکېله پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۴:۲۰
هلمند کې په پلاستکي کڅوړو کې د بیرې کرکېله پیل شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۰
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بېرې ځنګلونو د پراختیا په پار په پلاستکي کڅوړو کې د بیرې کرکېله پیل شوه.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د دوی د پلان له مخې په ۱۵۰ زره پلاستکي کڅوړو کې به د بیرې نیالګي وکرل شي.
ښاغلی الکو وویل، چې د هلمند ولایت په پراخه کچه طبیعي او غیرطبیعي ځنګلونه لري، او دوی هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د بیرې ځنګلونه هم جوړ او د بیرې ونې په دې ولایت کې دود کړي.
د بیرې ځنګلونو په جوړېدو سره به کاري فرصتونه رامنځته او ترڅنګ به یې په هلمند کې د بیرې ګل شات هم تولید شي ترڅو د شاتو روزنه او تولید کی د پام وړ بدلون رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت