بادغیس کې دکتار په بڼه د غنمو کرکېله؛ حاصلات دوه چنده کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۵:۵۱
بادغیس کې دکتار په بڼه د غنمو کرکېله؛ حاصلات دوه چنده کېږي

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کروندې ورځې په لاره اچولو سره بزګرانو ته دکتار په بڼه د غنمو د کرکېلي په اړه اړین مالومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د دودیزې کرکېلي په پرتله د کتار په بڼه د غنمو کرکېله دوه چنده حاصل ورکوي.
یاد ریاست ددې ولایت یوشمېر بزګرانو ته د کتار په بڼه د غنمو په ننداریزو کروندو کې د یادې بڼې په هکله بشپړ مالومات وړاندې کړل. دوی وویل، چې د کتار په بڼه د غنمو له کروندو څخه راټول شوې نمونې ښيي، چې په دې بڼه هر هکټاره ځمکه ۷.۵ مټریک ټنه حاصل ورکوي. په داسې حال کې، چې په دودیزه بڼه د غنمو د کرکېلي د هر هکټار ځمکې حاصلات ۳.۵ مټریک ټنو ته رسېږي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت