هلمند کې د خرماوو د القاح شويو ونو حاصلات ډېر شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۹:۳۰
dfgfdsgsdf

۲۴غبرګولی ۱۴۰۰
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یاد ریاست د فني او مسلکي کارکوونکو له خوا د خرماوو ونو د القاح کولو لړۍ ترسره شوې وه، چې په یاده پروسه کې ټولې هغه ونې، چې د عامو خلکو په کورونو، عام المنفعه ځایونو او ځمکو کې شتون درلود القاح شوې، چې حاصلات یې ور سره ډېر شوي دي.
ددې ترڅنګ هغو بزګرو ته چې، د خرماوو ونو بڼونه یې لرل د خرماوو ونو د ښې روزنې او پالنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوي دي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي د خرماوو هغه ونې چې، په تېرو کلونو کې عملاً القاح شوي دي حاصلات یې ښه شوي دي.
 د دوی په خبره تر دې مخکې د خرماوو دغه ونې حاصلات نه ورکول، او وروسته تر دې چې، دغه ونې القاح شوې او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی زیات شو نو ورسره د خرماوو ونو حاصلات هم ښه شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د عزیزی ګروپ له چارواکو سره وکتل

۲۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مقر کې د «عزیزی ګروپ» له اجرائیوي رییس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د بېرې ونو کرلو سره د بېرې شاتو تولید او مینه وال زیات شوي

۲۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت کې د بېرې ونو د کرلو له امله د بېرې شاتو تولید او د دې طبیعي محصول مینه وال په زیاتېدو دي. د کرنیزو مسؤلینو په وینا، د بېرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۱۹
Background image

د خوست ځاځي میدان ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځاځي میدان ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې. . .

بازگشت