کونړ کې د اوبولګولو د ۱۲ کانالونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۱:۳۷
کونړ کې د اوبولګولو د ۱۲ کانالونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند دکرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ «EATS» پروژې له خوا د کونړ په ولایت کې د اوبولګولو د ۱۲ کانالونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول.
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي،
چې د اوبولګولو یاد کانالونه، چې ټولیز لګښت یې ۶۱ میلیونه افغانیو ته رسېږي د کرنې او خوړوخونديتوب بېړنۍ پروژې له لارې د نړيوال بانک په مالي مرسته د پراختیا یي شوراګانو په همکارۍ د کونړ په پنځو  ولسواليو کې جوړېږي.
دچارواکو په خبره ددغو کانالونو د جوړولو په ترڅ کې د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ته د کاري زمینې برابرېدو ترڅنګ په بشپړېدو سره به یې سلګونه هکټاره ځمکه خړوبه شي.
په همدې حال کې د   کونړ مرستیال والي واصف الله واصفي وایي، د دغو کانالونو په جوړېدو به نه یواځې دا چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وشي، بلکې ترڅنګ به یې د اوبه خور ساحه پراخه او سلګونو خلکو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.
یاد کانالونه په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي.
د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت