سوېلي اسيا لپاره د نړيوال بانک مرستيال د کرنې وزير سره په ليدنه کې د يوې نوې پروژې د ډيزاين خبره وکړه

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۷:۱۷
سوېلي اسيا لپاره د نړيوال بانک مرستيال د کرنې وزير سره په ليدنه کې د يوې نوې پروژې د ډيزاين خبره وکړه

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر اانوارالحق احدي، نن سه شنبې د ۱۴۰۰کال د غبرکولي په ۱۸ مه نېټه سوېلي اسيا لپاره د نړيوال بانک مرستيال هارد ویگ شیفر، سره د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژو او دغه راز د کرنيزو محصولاتو د پروسس د پروژو په هکله خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې  افغانستان لپاره د نړيوال بانک مشرې هينري کرالي او ددې بانک يوشمېر نورو چارواکو هم شتون درلود.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي د افغانستان کرنې سکټور سره د نړيوال بانک له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې دکرنې وزارت لومړيتوب د بڼوالۍ او مالدارۍ سکټورونو پياوړتيا او پراختيا ده او هلې ځلې کوو چې، د کرنيزو محصولاتو د توليد پر پراختيا او پروسس هم پانګونه ووشي.
دکرنې وزير دغه راز وويل، چې د کرنيزو محصولاتو د پروسس په برخه کې د OMAID پروژه هم کار کوي.
هغه ددې پروژې د عملي پيل په پار د نړيوال بانک د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه. ښاغلی احدي دغه راز دکرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې  (EATS) په هکله هم خبرې وکړې،ياده پروژه يې ملي او ټول شموله وبلله او نړيوال بانک څخه ددې پروژې د ملاتړغوښتنه وکړه.
دکرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي په دې ليدنه کې پر سږني وچکالۍ او پر کرنه او مالدارۍ يې د اغېزو او دغه راز دغنمو دتوليد پر ټيټوالي خبرې وکړې او وچکالۍ سره د مبارزې په پار د نړيوال بانک د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې سوېلي اسيا لپاره د نړيوال بانک مرستيال هارد ویگ شیفر، دکرنې سکټور ته د پاملرنې په پار دکرنې وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې نړيوال بانک د ترکار لاندې پروژو د ملاتړ سربېره، دکرنې سکټور لپاره د نږدې ۷۰ميليونه يورو په ارزښت اضافي او نوي مرستې برابروي، چې پروژه يې د ډيزاين په حال کې ده.
هغه ددې پروژې د ډيزاين د لاښه والي په پار د کرنې وزارت د رهبرۍ د نظرونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.
سوېلي اسيا لپاره د نړيوال بانک مرستيال دغه راز وويل، چې  د OMAID  پروژه د پيل په درشل کې ده او کولی شي چې د کرنيزو مخصولاتو د پروسس په برخه کې ډېر اغېزناک تمام شي.
د نړيوال بانک چارواکو د کرنې او خوړوخونديتوب بېړنۍ پروژې(EATS)  د پلي کېدو د لړۍ د چټکتيا په پار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير د لا پاملرنې او هلې ځلې غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت