د «ګلفوډ» د نندارتون پای: صادروونکو د څه باندې ۱۷۱ میلیون ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د پلور قراردادونه ترلاسه کړل

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۶:۴۴
پایان نمایشگاه «گلفود»: دریافت قراردادهای فروش محصولات زراعتی به ارزش بیش از ۱۷۱ میلیون دالر توسط صادرکننده‌گان افغان

۱۰ کب ۱۳۹۹
د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ګلفوډ نندارتون په پای ته رسېدو سره، جوته شوه کوم افغان سوداګر او صادروونکو چې په دې نندارتون کې ګډون کړي و، په ټولیزه توګه د څه باندې ۱۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغانستان د کرنیزو تولیداتو د صادراتو تایید شوي تړونونه تر لاسه کړي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رییس حبیب‌الله حبیبي، چې په دې نندارتون کې ګډون کړی دی وایي: «ددې تړونونو ډېری برخه له هندوستاني خواوو سره ترسره شوي دي، چې ټولیز ارزښت یې ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي. دغه راز د دوبۍ د ګلفوډ په نندارتون کې د افغانستان د سوداګر او صادروونکو د تړون خواوې له هندوستان وروسته د عربي متحده اماراتو سوداګر دي، چې د تړونونو ټولیز ارزښت یې ۲۷ میلیونه دالرو ته رسیږې. تر اماراتو وورسته تر ټولو ډې تړونونه د سعودي عربستان له سودا ګرو سره شوي دي، چې ارزښټ یې نږدې شپږ میلونه ډالرو ته رسېږي.»
په دغو تړونونو کې د څه باندې ۱۰۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ووچې مېوې، د څه باندې ۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت مغزباب، د څه باندې ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي، د څه باندې ۴.۵ میلیونه ډالرو په رازښت دانه باب، د څه باندې ۱.۳ میلیونه ډالرو په رازښت تازه مېوې، د څه باندې ۴۶۵ زره ډالرو په ارزښت جوس او د څه باندې ۴۲۵ زره ډالرو په ارزښت شات شامل دي.»
په تېرو کلونو کې د «ګلفوډ» له کلني نندارتون څخه افغان سوداګر په ټولیزه توګه د نږدې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کول، خو د کرونا وبا ترڅنګ سږکال افغانستان لپاره ددغو تړونونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
باید وویل شي، چې تېرکال د ګلفوډ په نندارتون کې د افغان سوداګرو او د تړونونو د نورو خواوو ترمنځ ۸۰ سلنه تړونونه عملي شوې وې.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت