دکرنې وزير په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام«WFP» مشرې سره، د احتمالي وچکالي د زيانونو پر رسېدنه خبرې وکړې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۶:۳۸
دیدار وزیر زراعت با رییس سازمان غذایی جهان «WFP» در افغانستان، درباره‌ی رسیده‌گی به آسیب‌های خشک‌سالی احتمالی

۶ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي د خپل کار په دفتر کې د خوړو نړيوالې پروکرام «WFP» مشرې مري الن سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو وچکالۍ څخه زيانمنو کسانو ته د رسېدنې د همغږۍ له ډلې پر اړمنو دغنمو او نورو خوراکي توکو پر وېش خبرې وکړې.
په دې ناسته کې دکرنې وزير وويل، چې ۱۴۰۰ ام کال د وچکالۍ کال ده او بايد اړمنو او زيانمنو کسانو سره د خوراکي توکو او اړتياوړ نورو توکو مرسته وشي، ځکه خلک ددې ستونزې د ګاللو توان نه لري.
ښاغلی احدي دغه راز وويل: «زموږ هلې ځلې هم دادي، چې په دې برخه کې خپلې برنامې او پلانونه پياوړي کړو او له تاسو غواړو چې دې برخې ته ډېر تمرکز وکړئ او زيانمنو ته د رسېدنې په برخه کې خپلې هلې ځلې لا ډېر کړئ.»
وروسته په افغانستان کې د خوړو نړيول پروګرام «WFP» مشرې مري الن وويل، وچکالي رامنځته شوې ده او د دوی اداره هلې ځلې کوي، چې يادو مواردو ته رسېدنه وکړي، بوديجه يې ډېروي او په بشپړه توګه د ياد وضعيت په جريان کې ده.
مېرمن الن زياته کړه، چې د ۲۰۲۱ کال له مارچ څخه پنځه ميليونه کسانو سره د مرستې لړۍ پيلوو او په دې برخه کې خپله ژمنه اعلانوو.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت