بادغیس کې په تېرو درو کلونو کې یوزرو ۶۷۷ جریبه نوي بڼونه جوړې شوي دي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۴:۵۲
بادغیس کې په تېرو درو کلونو کې یوزرو ۶۷۷ جریبه نوي بڼونه جوړې شوي دي

۳ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له لارې په تېرو درو کلونو کې، د بادغیس په ولایت کې، یوزرو ۶۷۷ جریبه نوي بڼونه جوړې کړي دي، چې په کې د پستې، مڼې، انګورو او چهارمغزو بڼونه شاملې دي.
یاد بڼونه د بادغیس ولایت په جوند، غورماچ، قادس او بالامرغاب ولسوالیو کې جوړې شوي دي، چې د جوړولو ټولیز لګښت یې ۳۵ میلیونه او ۵۶۷ زره او ۵۵۱ افغانۍ ده.
د کرنې وزارت په پام کې لري، چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له لاري، په ۱۴۰۰ ام کال کې د بادغیس ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱۲۴ زره امریکایي ډالرو په ارزشت ۷۵۰ جریبه نوي بڼونه هم جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت