په کندهار کې د کرنې وزارت مرستیال بزګرانو ته: د کرنې وزارت ژمن دی، چې تاسو سره هر اړخیزې همکارۍ وکړي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۲:۴۷
معین آبیاری و منابع طبیعی به دهقانان در قندهار: وزارت زراعت متعهد است که با شما همکاری همه‌جانبه کند

۲۵ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، کندهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له یوشمېر کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو سره وکتل او له دوی سره د یادو برخو پر وروستیو فعالیتونو، ستونزو او ننګونو هر اړخیزې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د کندهار ولایت د کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو استازو په خپل وار سره ددې ولایت دکرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې د کرنې وزارت د کړنو قدرداني وکړه او ترڅنګ یې ددې ولایت د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې خپلې ستونزې او ننګونې د کرنې وزارت مرستیال سره شریکې کړې او شته ستونزو ته د حل لارې او په یادو برخو کې د کرنې وزارت د لاډېرې پاملرنې غوښتونکي شول.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو د استازو د غوښتنو او ستونزو تر اورېدو وروسته وویل، د کرنې وزارت ژمن دی، چې د وزارت امکاناتو ته په کتو ددې ولایت د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې شته ستونزې تر یوې کچې هوارې او د یادو سکټورونو د لاپیاوړتیا په پار له تاسو سره هر اړخیزې همکارۍ وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۸
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو ارزښت او د قطع کولو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې، د آفرین مؤسسې په همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۴
Background image

د کندز د کرنې رییس د سره صلیب د شمال زون له اقتصادي مسؤول سره وکتل

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد د سره صلیب د کمیټې د شمال زون له اقتصادي مسؤول اکرام الدین امیري سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت د کرنې نوی رییس معرفي شو

۱۸وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، مولوي لعل محمد ګوهر د پکتیکا د کرنې. . .

بازگشت