د حیرتان د قرنطیني شبکې کمپلکس پرانیستل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۶ - ۱۵:۳۸

۲۶ غبرګولی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د حیرتان بندر د قرنطیني شبکې کمپلکس پرانیست.
د کرنې وزارت د هېواد په ۱۳ بندرونو کې ۱۳ قرنطیني شبکې جوړوی، چې ۱۱ شبکې یې بشپړ شوي دي.
د حیرتان قرنطیني شبکه حیواني او نباتي څانګې لري.
ددې شبکې په پرانیست غونډه کې دکرنې وزیر وویل، له دې قرنطیني شبکې څخه په استفادې سره وارداتي محصولات ارزول کیږي او د بېکیفیته کرنیزو محصولاتو د وارداتو مخه نیول کیږي. د کرنې وزیر دغه راز وویل، چې د نړیوال سوداګریز سازمان اړتیاوې او معیارونه هم د قرنطیني شبکو جوړول دي. هغه وویل، چې کرنې وزارت دغه معیارونه عملي کړي او شرطونه یې پوره کړي دي، چې داچاره د کرنیزو محصولاتو پر تدخین او زمونږ پر معیاري صادراتو اغېزه لري.
د کرنې وزیر وویل دوی هلې ځلې کوي، چې د روان کال ترپایه ټول قرنطیني شبکې پر لابراټوارونو سمبال کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت