میدان وردګ کې د پیازو او کچالو ۱۴۳ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۴:۲۸
میدان وردګ کې د پیازو او کچالو ۱۴۳ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


۸ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې او د دې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې له لارې، د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او ددې ولایت د «سیدآباد، بندچک، جلریز، نرخ او دایمیرداد» په ولسوالیو کې د پیازو او کچالو ۱۴۳ زېرمتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. دغه زېرمتونونه ۱۰۸ یې د کچالو ساتنې او ۳۵ نور یې د پیازو ساتنې لپاره جوړ شوي دي. برخمن شوي بزګران اوس کولا شي، چې دکال سلګونه ټنه پیاز او کچالو چې د دوی له مصرف او پلور څخه زیاتیږي، په دغو زېرمتونونو کې یې زېرمه کړي.
ددغو زېرمتونونو رغنیزې چارې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې  (HVCDSP) له خوا پرمخ وړل کېدل.
ددغو زېرمتونونو ټولیز لګښت ۸۳میلیونه افغانۍ ده. ددې لګښت ۸۰ سلنه دکرنې وزارت او ۲۰ سلنه نور یې برخمن شوي بزګران ور کړي دي.
یاد زېرمتونونه هر یوه یې دڅه باندې ۱۲ مټریک ټنه پیاز او کچالو د ساتنې وړتیا لري. له دغو زېرمتونونو څخه په استفادې سره د میدان وردګو ولایت بزګران کولای شي، چې دکال سلګونه مټریک ټنه پیاز او کچالو زېرمه او په مناسب وقت کې یې بازار ته وړاندې کړي.
دغه پروژې ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۱۵
Background image

د نورستان دکرنې رییس د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره وکتل

۲۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

بازگشت