د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال: د کرنې وزارت د شرایط وړ ټول کارکوونکي خپلې شتمني ثبت کړي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۱۷:۱۱
معین مالی و اداری وزارت زراعت: همه‌ی کارمندان واجد شرایط وزارت زراعت دارایی‌های‌شان را ثبت کرده‌اند
 
۱۶ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د شتمنیو د ثبت او د ملکیتونو د ارزونې په موخه د پوهاوی برنامه په لاره اچول شوې وه.
په دې برنامه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي او د جمهوري ریاست د شتمنیو د ثبت او د ملکیتونو د ارزونې د ادارې رییس عبدالودود بشریار، ددې ادارې د عامه پوهاوي له چارواکو ره خبرې وکړې او د کرنې وزارت کارکوونکو ته یې مالومات ورکړل.
په یاده برنامه کې د وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: «موږ روڼتیا، ځواب ورکولو او فساد سره د مبارزې په پار ژمن یو، د ملکي خدمتونو په برخه کې د شتمنیو ثبت مو بشپړ کړئ او صفر یو، تاسو خبر یاست، چې تېره اوونۍ مو د اطلاع رسونې په برخه کې لومړی ځال خپل کړ او د سروزور کلي زموږ په برخه شو، په همدې توګه د کرنې وزارت د ملکي خدمتونو هیڅ یو کاروونکی هم نشته چې خپله شتمني یې نه وی ثبت کړئ، خو بیا هم اړتیا ده، چې په دې برخه کې لا ډېر کار ووشي، د یوې سالمې، ځواب ورکوونکی، کارا او اغېزناکې ادارې لپاره اړتیا ده، چې د روڼتیا، ځواب ورکولو او فساد سره د مبارزې په برخه کې لا ډېر کار ووشي.»
په همدې حال کې د جمهوري ریاست د شتمنیو د ثبت او د ملکیتونو د ارزونې د ادارې رییس عبدالودود بشریار خبرې وکړې او په دې هکله یې وویل: «ددې برنامې موخه داده، چې د شتمنیو او ملکیتونو د ثبت فرهنګ ټینګ شي.»
د شتمنیو ثبت، د اشاعې قانون، د شتمنیو ثبت او ارزونه، د انلاین سیسټم پېژندنه، د شتمنیو د ثبت فورم ډکول او د نظرونو او پوښتنو مطرح کول ددې غونډې بله برخه وه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت