پکتیا کې د ځنګلونو خوندي کولو په پار پر نږدې درې زره کورنیو اصلاح شوي نغري وېشل کیږي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۱۳:۳۱
پکتیا کې د ځنګلونو خوندي کولو په پار پر نږدې درې زره کورنیو اصلاح شوي نغري وېشل کیږي
۲۳ زمری ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ځنګلونو د پرېکېدو د مخنیوي او چاپېریال ساتنې په پار دیاد ولایت د احمدآباد او سیدکرم ولسوالیو پر دوه زره او ۹۵۵ هغو کورنیو چې د ځنګلونو شاوخوا کورونه لري او ژوند کوي اصلاح شوي نغري وېشل کیږي.
په هغه غونډه کې، چې د یادو نغریو د وېش په موخه جوړه شوې وه د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي، د کرنې رییس محمدالدین مومند او د دې ولایت یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وویل، طبیعي ځنګلونه د خدای ستر نعمت او زموږ ملي شتمني ده، د ځنګلونو ساتنه او پالنه پرموږ ټولو لازمې ده. ښاغلی سهي پر پکتیاوالو غږ وکړ چې ددې ولایت د طبیعي ځنګلونو بیارغونې او ساتنې ته جدي پام وکړي.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې رییس محمدالدین مومند وویل، چې د یادو نغریو د وېش لړۍ د پکتیا ولایت د احمد اباد له ولسوالۍ څخه پیل شوې ده او په دې ولسوالۍ کې پر یو زر او ۴۷۷ کورنیو اصلاح شوي نغري وېشل شوي دي. ښاغلی مومند وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به ددې ولایت د سیدکرم ولسوالۍ پر یو زر او ۴۷۸ کورنیو هم اصلاح شوي نغري ووېشل شي.
محمدالدین مومند وویل، چې د کرنې ریاست د ځنګلو ساتنې او پالنې ته ژمن دی او په دې برخه کې تل هلې ځلې کوی.
باید وویل شي، چې له اصلاح شویو نغریو څخه ګټه پورته کول د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو ترڅنګ د چاپېریال په ساتنه او د ګلخانه یې ګازونو د کچې په ټېټولو کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

بازگشت