د کندهار ارغستان کې لسګونو بزګرانو ته د مۍ او جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۵
د کندهار ارغستان کې لسګونو بزګرانو ته د مۍ او جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او»  په مالي ملاتړ او د قندهار کډوالو مؤسسې « کې‌آراو» په تخنیکي همکارۍ د ارغستان په ولسوالی کې ۱۳۰ تنو بېوزلو او اړمنو بزګرانو ته د  مۍ او جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د ارغستان ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤل مولوي اختر جان وویل، په دې لړۍ کې ۱۰۰ بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او سرې ورکړل شوې، چې هر بزګر ته ۱۲ کیلوګرامه تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره رسېدلې ده.
نوموړي زیاته کړه، سربېره پر دې ۳۰ نورو بزګرانو ته د مۍ اصلاح شوي تخمونه او سرې هم ووېشل شوې، چې هر بزګر ته ۸ کیلوګرامه د مۍ تخم، ۱۵ کیلوګرامه سپینه سره او ۱۵ کیلوګرامه توره سره ورکړل شوې ده.
د چارواکو په خبره، د دغې مرستې موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، له محدودو ځمکو څخه د زیات حاصل ترلاسه کول، د جوارو او میو کرکیلې پراخول او د اصلاح شویو تخمونو دودول دي.
د یادونې وړ ده، څو ورځې وړاندې هم د کندهار په میوند، ژړۍ، نېش او لوړ میوند ولسوالیو کې ۴۰۰ تنو بېوزلو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت