خوست کې له حیواني درملتونونو څخه تاریخ‌تېر درمل راټول او له منځه یوړل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۱
خوست کې له حیواني درملتونونو څخه تاریخ‌تېر درمل راټول او له منځه یوړل شول

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اسماعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د مالدارۍ برخې مسؤلینو له لوري، هغه حیواني درمل چې د منظمې څارنې او نظارت په پایله کې د ولسوالی له بېلابېلو حیواني درملتونونو څخه راټول شوي وو، د یو ګډ تخنیکي او نظارتي پلاوي په حضور کې، په یو مناسب او له معیارونو سره سم ټاکل شوي ځای کې وسوځول شول.
یاد درمل د نافذه قوانینو، اړوندو طرزالعملونو او لوایحو په رڼا کې راټول شوي وو، تر څو د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درملو له استعمال څخه د حیواناتو د روغتیا زیانونه مخنیوی وشي، د مالدارانو اقتصادي تاوانونه راکم شي او همدارنګه د چاپېریال ساتنې او د عامه روغتیا خوندیتوب یقیني شي.
دغه راز، مسؤلینو د حیواني درملتونونو له مالکینو سره لازمې سپارښتنې هم شریکې کړې، چې له تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته درملو له ساتلو او پلور څخه په کلکه ډډه وکړي او تل د معیاري او ثبت شوو درملو د عرضې په برخه کې لازم اصول مراعت کړي.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول نظارتي او کنټرولي کړنې به په دوامداره توګه ترسره کېږي، تر څو د مالدارۍ سکتور کې شفافیت، معیاري خدمات او د خلکو باور لا پیاوړی شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تل هڅه کوي، چې د قانون پلي کول، د درملو کیفیت کنټرول، د حیواني روغتیا ساتنه او د مالدارۍ سکتور معیاري کول په اغېزمنه توګه تضمین کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت