د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېره خواشینۍ او ژور خفګان سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د نیمروز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مرحوم مولوي نیازمحمد وهاج د یوې ترافیکي پېښې له امله شهید شوی دی.
مرحوم د دې وزارت له ژمنو او صادقو کادرونو څخه و، چې د خپلې دندې په موده کې یې، په نیمروز ولایت کې او تر دې وړاندې په هلمند ولایت کې، د کرنیز سکتور د ودې او ښه‌والي لپاره ارزښتناک او د ستاینې وړ خدمتونه ترسره کړي دي. د هغه ژمنتیا، اخلاص او د خلکو د خدمت په برخه کې هڅې د ستاینې وړ او تلپاتې دي.
د دې خدمتګار شخصیت مړینه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هېواد د درنو خلکو لپاره یوه ستره ضایعه بلل کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رهبري، د دې وزارت د ټولو کارکوونکو په استازیتوب، د مرحوم کورنۍ، دوستانو او همکارانو ته خپله ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کوي او له الله تعالی څخه مرحوم ته د جنت الفردوس او پاتې کسانو ته د جمیل صبر او ستر اجر غوښتنه کوي.
والسلام
مولوي عطاءالله عمري
د افغانستان اسلامي امارت
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۱۵
Background image

د نورستان دکرنې رییس د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره وکتل

۲۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن د ډنمارک د کډوالو شورا له چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

بازگشت