د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار ښاروالۍ ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵
د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار ښاروالۍ ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د کندهار په لوړ میوند ولسوالی کې ۴۸.۹۴ جریبه امارتي ځمکه د کندهار ښاروالۍ ته د عامه چوپړتیاوو چمتو کولو په موخه رسماً ولېږدول شوه.
د کندهار دکرنې ریاست د ځمکو د انتقال او وېش مدیر قاري عصمت‌الله فرهاد وایي، چې یاده ځمکه د ټولو قانوني او اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته، د ګډ پلاوي په حضور کې د کندهار ښاروالۍ ته وسپارل شوه. د نوموړی په وینا، د انتقال شوې ځمکي څخه به د ښاروالۍ ریاست له لوري د سوداګرۍ او عامه چوپړتیاوو لپاره کار واخیستل شي. 
د یادونې وړ ده، چې درې اوونې وړاندې هم د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی په ځانګړي حکم، د کندهار په تخته پل ولسوالی کې دوه جریبه امارتي ځمکه د کندهار پوهني ریاست ته د یوي دیني مدرسې جوړولو په موخه لېږدول شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت