د کرنې وزارت له لوري په کندهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۶
د کرنې وزارت له لوري په کندهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري له لوري له کډوالۍ د راستنو شويو کډوالو د مرستو د وېش بهیر، چې څه موده وړاندې د کندهار په ولایت کې پیل شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. په دې لړ کې په کندهار ولایت کې ۱۲۰۰ تنه اړمن راستنې شوي کډوال د خوراکي غنمو او نغدو پیسو له مرستو برخمن شول.
دغه بهیر د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اړوندو ادارو سره په بشپړې همغږۍ، منظم پلان، بشپړ شفافیت او عادلانه ډول عملي شو، تر څو مرستې رښتینو مستحقو کورنیو ته ورسېږي.
یاد انساني او خیریه اقدام د اسلامي امارت د مشرتابه عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم، پېرزوینې او شفقت پر بنسټ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري تطبیق شو. د دې پروسې پر مهال په کندهار ولایت کې ۱۲۰۰ تنه راستنې شوي اړمن کډوال د مرستو مستحق وپېژندل شول.
د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، هرې کورنۍ ته پنځه زره  افغانۍ نغدي او ۲۵۰ کیلوګرامه خوراکي غنم ورکړل شول. د مرستو د وېش چارې د کندهار دکرنې ریاست، د اړوندو ادارو په همکارۍ او د منظم میکانېزم له مخې، په شفاف او عادلانه ډول ترسره شوې.
د یادونې وړ ده، چې دا بهیر یوازې په کندهار ولایت پورې محدود نه دی، بلکې د هېواد په کچه روان دی او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په ټولو ولایتونو کې پر زرګونو راستنو شويو کډوالو د خوراکي او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوې، تر څو د هغوی ستونزې راکمې، د عزتمند ژوند د بیا پیل زمینه برابره او ټولنیز ثبات پیاوړی شي.

پایان روند توزیع کمک‌ها برای خانواده‌های عودت‌کننده در کندهار
۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
روند توزیع کمک‌ها برای عودت‌کنندگان از مهاجرت در ولایت کندهار که مدتی قبل از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری آغاز شده بود، با موفقیت به پایان رسید. در این روند، ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده نیازمند از کمک‌های گندم خوراکی و پول نقد مستفید شدند.
این برنامه توسط ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار با هماهنگی کامل ادارات مربوطه، بر اساس یک پلان منظم و با رعایت شفافیت و عدالت تطبیق گردید تا کمک‌ها به مستحقین واقعی برسد.
این اقدام بشردوستانه بر اساس هدایت و شفقت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری عملی شده است. در جریان این روند، ۱۲۰۰ خانواده عودت‌کننده نیازمند در ولایت کندهار شناسایی و شامل برنامه گردیدند.
به منظور تأمین نیازهای اولیه این خانواده‌ها، به هر خانواده پنج هزار افغانی پول نقد و ۲۵۰ کیلوگرام گندم خوراکی توزیع شد. روند توزیع با همکاری ادارات ذیربط و بر اساس میکانیزم منظم، به‌گونه شفاف و عادلانه انجام شد.
قابل ذکر است که این روند تنها به ولایت کندهار محدود نبوده، بلکه در سطح کشور نیز ادامه دارد و وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سایر ولایات نیز برنامه توزیع کمک‌های غذایی و نقدی را برای هزاران خانواده عودت‌کننده تطبیق می‌نماید تا مشکلات آنان کاهش یافته و زمینه یک زندگی باعزت برای‌شان فراهم گردد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت