ننګرهار کې ٦٠٠  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوی سرې ورکړل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۱
ننګرهار کې ٦٠٠  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوی سرې ورکړل شوې

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍ـ.ش
‏۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍ـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت د ننګرهار په دوو  ولسوالیو کې ٦٠٠ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ورکړل شوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ننګرهار په دره نور او کوزکونړ ولسوالیو کې بزګرانو ته تخم او کیمیاوی سرې پخپل وخت د ښه حاصل ترلاسه کولو په موخه ورکړل شوي.
ښاغلي محسن وویل، چې ددې پروګرام په ترڅ کې هر بزګر ته ٥٠ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ٥٠ کیلوګرامه توره او ٥٠ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.
د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې د ختیځ زون مسؤل داکتر رضوان الله سبحاني وویل، چې اوسمهال د دوی د مسلکي کارکوونکو له لورې  بزګرانو ته په دواړو  ولسوالیو کې د غنمو کرلو، ځمکي اماده کولو، ناروغیو مخنیوي، اوبو لګولو اوحاصل ټولولو په برخه کې د روزنې چارې روانې دي.
ښاغلي سبحاني زیاته کړه، د اصلاح شوو تخمونو د وېش موخه د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا، ډېر حاصل ترلاسه کول او په ټوله کې د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له چارواکو سره وکتل

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس سید احمد خالد صاحبزاده، د کرنې او مالدارۍ معینیت او همدارنګه د اوبو لګولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې پر لسګونو کورنیو وزې او د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.اې. ا) په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۳
Background image

‏ د للندر د اوبو بند د استملاکي چارو د چټکتیا په موخه غونډه ترسره شوه

‏‏۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
‏‏د للندر د اوبو بند پروژې د استملاکي چارو د چټکتیا په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت د انجینري تاسیساتو لوی ریاست په مقام کې غونډه ترسره شوه. . .

بازگشت