د کرنې او مالدارۍ وزیر په مسکو کې د څارویو د روغتیا  په کنفرانس کې ګډون وکړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۹:۴۷
وزیر زراعت در کنفرانس صحت حیوانی در مسکو شرکت کرد

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، او ورسره مل پلاوي په مسکو ښار کې د څارویو د روغتیا په کنفرانس کې ګډون وکړ.
مولوي عطاءالله عمري په خپله وینا کې وویل، چې افغانستان یو کرنیز او مالدار هېواد دی او د خلکو لویه برخه په دې سکتور کې فعالیت لري. نوموړي زیاته کړه، چې په دې وروستیو کلونو کې د حیواني ناروغیو خپرېدو پر حیواني تولیداتو، د خلکو پر ژوند او د هېواد پر اقتصاد منفي اغېزې کړې دي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د څارویو د روزنې او روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي، او ډاډ یې ورکړ چې حکومت به د اړوندو ادارو له لارې پانګه‌والو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. سربېره پر دې، هغه ټینګار وکړ، چې د علمي او تخنیکي همکاریو پیاوړتیا کولای شي د حیواني ناروغیو په پېژندنه، مخنیوي او سم مدیریت کې اغېزمن رول ولوبوي.
د کنفرانس مسؤولینو هم د څارویو د روغتیا د ښه‌والي لپاره د ګډو پروګرامونو د جوړولو او د هېوادونو ترمنځ د مسلکي تجربو د تبادلې غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست او انسټو پوهنتون ترمنځ دګډې همکارۍ په پار ناسته وشوه

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب او د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون رییس مولوی شبیراحمد. . .

بازگشت