دکرنې وزارت او د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۷
دکرنې وزارت او د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ترمنځ؛ دڅه باندې دوه جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعید رییس او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د مالي او اداري څانګې متخصص حزب الله حميدي ترمنځ لاسلیک شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د  فرمان له مخې د هرات ولایت د ګذرې په ولسوالی کې په ۲.۲ جریبه ځمکه د ژورې څاه کېندنې په موخه  د ځمې د لېږد تړون د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سره لاسلیک شوی دی.
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د چارواکو په خبره ددې تړون له مخې د هرات ولایت دګذرې په ولسوالی کې د ژورې څاه کیندنې په پار ۲.۲ جریبه ځمکه د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته لېږدول کېږي.


وزارت زراعت و وزارت ترانسپورت و هوانوردی، موافقت‌نامه انتقال زمین را امضا کردند
۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
میان ریاست امور زمین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و وزارت ترانسپورت و هوانوردی، موافقت‌نامه انتقال بیش از دو جریب زمین امضا شد.
این موافقت‌نامه میان مولوی سید محمد سعید، رییس انتقال و توزیع زمین در ریاست عمومی امور زمین وزارت زراعت و حزب‌الله حمیدی، متخصص بخش مالی و اداری وزارت ترانسپورت و هوانوردی به امضا رسید.
مسوولان ریاست عمومی امور زمین وزارت زراعت می‌گویند که بر اساس فرمان امیرالمؤمنین حفظه‌الله، برای حفر یک چاه عمیق در ۲٫۲ جریب زمین واقع در ولسوالی گذره ولایت هرات، این موافقت‌نامه با وزارت ترانسپورت و هوانوردی امضا شده است.
به گفته مسوولان ریاست امور زمین وزارت زراعت، بر بنیاد این موافقت‌نامه، ۲٫۲ جریب زمین در ولسوالی گذره ولایت هرات برای حفر چاه عمیق به وزارت ترانسپورت و هوانوردی انتقال داده می‌شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت