روسیې هېواد ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۴
سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به کشور روسیه

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر د روسیې فدراسیون پلازمېنې مسکو ته ولاړ.
په دې سفر کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن او د کرنې وزارت د مقام سلاکار محمدولي وزیري د کرنې وزیر ملتیا کوي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په هغه نړۍوال کنفرانس کې ګډون وکړي، چې د حیواني روغتیا په اړه په مسکو ښار کې جوړېږي، او هلته به د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د تخنیکي وړتیا لوړولو او له ګډون‌کوونکو هېوادونو سره د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وکړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په دې نړۍواله ناسته کې ګډون د حیواني روغتیا په برخه کې د پراختیايي پروګرامونو د پرمخ وړلو، نوې ټکنالوژۍ ته د لاسرسي او د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک فرصت ګڼي.
همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د دې ناستې په څنډه کې به د کرنې وزارت د پلاوي او د ګډون‌کوونکو هېوادونو د یو شمېر چارواکو ترمنځ یو لړ دوه‌اړخیزې لیدنې هم ترسره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت