ننګرهار کې د ستروسو او ګیلاسو ١٥٩ جریبه بڼونه بڼوالو ته جوړ شول

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۳۹
ننګرهار کې د ستروسو او ګیلاسو ١٥٩ جریبه بڼونه بڼوالو ته جوړ شول


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي مرسته او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پرمټ د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې د مالټو، لیمو او ګیلاسو یو جریبه بڼونه وکرل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د کرنې وزارت د ځانګړې پاملرنې په اساس د ننګرهار په سره رود، چپرهار،مومندره او خوږیاڼو ولسوالیو کې د ستروسو او ګیلاسو بڼونه بنوالو ته جوړ شول.
نوموړي وویل، چې یاد بنونه د بدیل معیشت پروګرام تر چتر لاندې ترسره شوی، چې د نشه یی توکو سره د مبارزې او بڼوالو سره د مرستې په پار جوړ شوي دي.
دا چې د ننګرهار ولایت اقلیم د ستروسو د ودې لپاره مناسبه ده نو د ننګرهار د کرنې اداره د خپلو متخصصینو په مرسته هڅه کوي د ستروسو د بڼونو ترویج ته وده ورکړی، ترڅو په کور دننه د ستروسو اړتیاوي پوره او د پردیو له احتیاجه خلاص شو.


ایجاد ۱۵۹ جریب باغ ستروس و گیلاس برای باغداران در ننګرهار
۲۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولایت ننګرهار، به کمک فنی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و با استفاده از بودجه انکشافی وزارت زراعت، در چهار ولسوالی این ولایت، ۱۵۹ جریب باغ‌های مالته، لیمو و گیلاس برای باغداران ایجاد شد.
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، مولوی محمد ولی محسن، گفت که به اساس توجه ویژه وزارت زراعت، باغ‌های ستروس و گیلاس در ولسوالی‌های سرِرود، چپرهار، مومندره و خوگیانی برای باغداران ایجاد شده است.
وی افزود که این باغ‌ها در چارچوب برنامه معیشت جایگزین ایجاد شده‌اند تا در راستای مبارزه با مواد مخدر و حمایت از باغداران فعالیت کنند.
با توجه به اینکه اقلیم ولایت ننگرهار برای رشد ستروس مناسب است، اداره زراعت این ولایت با کمک متخصصان خود تلاش می‌کند تا توسعه باغ‌های ستروس را ترویج دهد، به گونه‌ای که نیازهای داخلی ستروس تامین و وابستگی به خارج کاهش یابد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت