خوست کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۵۷
خوست کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د غنمو د حاصلاتو د لوړولو او د معیاري کرنیزو لاروچارو د ترویج په موخه د مرکز او ولسوالیو بزګرانو ته د ۳۰ ننداریزو کروندو د جوړولو لپاره اصلاح شوي تخمونه او اړینې کیمیاوي سرې ووېشلې.
یاده برنامه د کرنې وزارت د رسمي منظورۍ له مخې عملي شوې چې له مخې یې په ټاکل شويو سیمو کې له بزګرانو سره د اصلاح شويو تخمونو او سرو مرسته ترسره شوه. د هر بزګر لپاره ۲۵ کیلو ګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلو یوریا او ۲۵ کیلو ډي‌پي  کیمیاوي سره ځانګړې شوې وه.
د توزیع پر مهال د خوست د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر، مولوي اسلم خان منیب، بزګرانو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د ننداریزو کروندو پر ارزښت یې خبرې وکړې. نوموړي وویل، چې د دغو کروندو موخه د کرنیزو حاصلاتو ښه کول، د معیاري تګلارو عامول او د نوې کر کیلې عملي ښودنه ده.
ورپسې د ترویج عمومي مدیر، عبدالسلام همت‌یار، بزګرانو ته لارښوونه وکړه، چې د کر پر مهال د ولسوالی د ترویج مسوولین په جریان کې وساتي، څو هغوی ورته کتاري کرنه او نورې عملي طریقې په معیاري بڼه وړاندې کړي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست له بزګرانو غوښتنه کړې، چې د معیاري کرنیزو لارو چارو په پلي کولو کې جدي پام وکړي، څو د غنمو حاصلات لوړ او د ولایت کرنیز اقتصاد لا پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت