د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو او سبو سړه خونه بیاځلي فعال شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۹:۰
د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو او سبو سړه خونه بیاځلي فعال شو

۲۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم مسؤلینو د سږني حاصل د خوندي ساتنې په موخه د مېوو او سبو سړه خونه بیاځلي فعال کړ. په دغه سړه خونه کې به د فارم روغ انار د راتلونکو پنځو میاشتو لپاره وساتل شي.
د کوهکران فارم انجنیر محمد عارف عرفان وايي، یاده سړه خونه شپږ کاله وړاندې د مېوو او سبو د ساتنې او خوندیتوب لپاره په معیاري او مجهز ډول جوړه شوې وه، چې اوس د روان کال د انارو د ذخیرې لپاره بیا فعاله شو. نوموړی زیاتوي، دغه سړه خونه د تودوخې درجه تر ۵۰ سلنه راټیټوي او د حرارت د کنټرول او مېوو د اوږدمهالې ساتنې لپاره لازم تخنیکي امکانات لري.
د نوموړي په وینا، د دې ساتنځای د بیا فعالېدو موخه د موجوده امکاناتو اغېزمنه استفاده، د انارو خوندی ساتنه، د مېوو ضایعاتو مخنیوی او د ژمي او پسرلي لپاره د انارو ذخیره کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کوهکران څېړنیز فارم کې دوه اوونې وړاندې هم پر ۷۹ بېلابېلو نوعو (ورایټیو) د انارو لابراتواري ازموینې پیل شوې وې، چې تمه ده په نږدې ورځو کې یې څېړنیزې چارې بشپړې شي.


در فارم تحقیقاتی کوهکران کندهار سردخانه میوه‌ها و سبزیجات دوباره فعال شد
۲۲ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار اعلام کرده است که در فارم تحقیقاتی کوهکران، سردخانه میوه‌ها و سبزیجات به هدف حفظ و نگهداری حاصلات سال جاری دوباره فعال گردید. در این سردخانه انارهای سالم فارم برای مدت پنج ماه نگهداری خواهد شد.
انجنیر محمد عارف عرفان، مسئول فارم تحقیقاتی کوهکران، گفت: «این سردخانه شش سال پیش به گونه معیاری و مجهز برای نگهداری و حفظ میوه‌ها و سبزیجات ساخته شده بود و اکنون برای ذخیره‌سازی انارهای امسال دوباره به فعالیت آغاز کرده است.»
به گفته او، این سردخانه می‌تواند درجه حرارت را تا ۵۰ درصد کاهش دهد و دارای امکانات لازم برای کنترل دما و نگهداری طولانی‌مدت میوه‌ها است.
انجنیر عرفان افزود که هدف از فعال‌سازی دوباره این مرکز، استفاده مؤثر از امکانات موجود، حفظ انارها از ضایع شدن و فراهم‌سازی ذخایر لازم برای فصل زمستان و بهار می‌باشد.
قابل یادآوری است که دو هفته پیش در فارم تحقیقاتی کوهکران آزمایش‌های لابراتواری بر ۷۹ نوع مختلف انار آغاز شده بود که قرار است در روزهای نزدیک نتایج نهایی آن تکمیل گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۳:۱۵
Background image

سمنګان کې ۱۵۰ بزګرانو ته د اقلیمي بدلونونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د «کرنې او مالدارۍ سکتور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د ابتکار له مخې، د سمنګان ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۲:۲۹
Background image

دلغمان د کرنې ریاست کارکوونکو د ریاست په انګړ او سراج بڼ کې د پاک‎کارۍ حشر ترسره کړ

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو د چاپېریال د پاک ساتلو په موخه د پاک‎کارۍ حشر ترسره کړ.
یاد حشر د لغمان د کرنې رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۳
Background image

د خوست د جوارسل څېړنیز فارم لمریز سیسټم نصب او فعال شو

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د جوارسل څېړنیز فارم لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
ی. . .

بازگشت