د کرنې وزارت لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۰
د کرنې وزارت لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنکو او بيا مېشتېدنې رييس مولوي شکرالله شاکر ګډون درلود، د اراضۍ رياست لخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ کې په ۱۱۳۸ جريبه ځمکه باندې د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید اود  کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت  د راستنېدنکو او بيا مېشتېدنې رييس مولوي شکرالله شاکر ترمنځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۳۱
Background image

د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت دکرنې ریاست د همکارو بنسټونو، مؤسسو او نهادونو سره د ۱۴۰۴ام کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۹
Background image

د کندهار غورک کې د امارتي ځمکو له اجارې ۱.۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د اجارې عمومي مدیریت د غورک او دامان ولسوالیو په لسګونو جریبه امارتي ځمکو د قانوني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۰
Background image

د کرنې وزارت لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت. . .

بازگشت