دکرنې وزارت پلاوی په سمنګان کې د هګیو تولید له شرکت څخه لیدنه وکړه

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۸:۲۲
Hhhh

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او د حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ یو پلاوی، د وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوگیانی او محمد ولي وزیري په ملتیا، د سمنګان ولایت د خلم په ولسوالی کې د هګیو د تولید له شرکت څخه لیدنه وکړه.
یاد شرکت چې د «احمدضیا» تر نوم لاندې فعالیت کوي او یو کرنیز ټولګه «کمپلکس» هم لري، د هګیو د تولید په برخه کې پراخې پانګونې کړي دي او اوس په دوو هینګرونو کې چې د هر یوه ظرفیت یې اتیا زره چرګې دي، فعالیت کوي.
د شرکت چارواکو د کرنې وزارت د مالدارۍ او د حیواني روغتیا  ریاست له همکاریو مننه وکړه او د دغو همکاریو د دوام او پراختیا غوښتنه یې وکړه.
دغه راز یاد شرکت اعلان وکړ چې غواړي خپل تولیدي ظرفیت تر ۵۰۰ زره چرګو پورې لوړ کړي او په دې برخه کې یې د کرنې وزارت مرسته وغوښته. دا اقدام کولای شي د هېواد د خوړو د اړتیاوو په پوره کولو او د سمنګان ولایت د چرګانو د روزنې په سکتور د ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

بازدید هیئت وزارت زراعت از شرکت تولید تخم‌مرغ در سمنگان

هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی مفتی ذاکرالله ذاکر، رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی، همراه با میرویس خوگیانی و محمد ولی وزیری مشاوران مقام وزارت، از یک شرکت تولید تخم‌مرغ در ولسوالی خلم ولایت سمنگان بازدید کردند.
این شرکت با نام «احمدضیا »  که یک کمپلکس زراعتی نیز دارند، سرمایه‌گذاری گسترده‌ای در تولید تخم‌مرغ انجام داده و در دو هنگربا ظرفیت هر یک هشتاد هزار مرغ فعالیت دارد. مسئولان شرکت از همکاری ریاست خدمات مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت قدردانی کرده و خواستار ادامه و گسترش همکاری‌ها شدند.
همچنین، این شرکت اعلام کرد که قصد دارد ظرفیت تولید خود را به ۵۰۰ هزار مرغ افزایش دهد و در این زمینه، همکاری وزارت زراعت را طلب کرد. این اقدام می‌تواند نقش مهمی در تأمین نیازهای خوراکی کشور و توسعه سکتور طیور در سمنگان داشته باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت