کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په پارهڅې؛ کندهار څخه د لومړي ځل لپاره هند ته مڼې صادر شوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۳۳
کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په پارهڅې؛ کندهار څخه د لومړي ځل لپاره هند ته مڼې صادر شوې

د هېواد د کرنیزو حاصلاتو د نړۍوال بازار موندنې په لړ کې، د کندهار له لارې هند ته د ۱۲۵ ټنه مڼو لومړنی صادرات ترسره شول.
د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، دغه صادرات د کندهار د کرنې ریاست او د سوداګرۍ خونې په ګډه همکارۍ عملي شوي دي. د یادو مڼو ډېره برخه د غزني او میدان وردګ ولایتونو څخه راټول شوې او د کندهار له لارې د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته لېږدول شوي دي.
مسؤلین زیاتوي، چې د هند او پاکستان د سیاسي اړیکو د خرابوالي له امله د واګه بندر د سوداګرۍ لپاره تړل شوی، خو د چابهار له لارې د افغانستان کرنیزو محصولاتو صادراتو ته نوې دروازې پرانیستل شوي دي.
مڼې د افغانستان له مهمو کرنيزو محصولاتو څخه دي خو د بهرنيو مارکيټونو د کمښت له امله دا مهال دافغانستان په کورنيو مارکيټونو کې په ډېره ارزانه بيه موندل کېږي چارواکي وړاندوينه کوي، چې بهر ته د مڼو له صادرلو سره به يې بيې ښې او کروندګرو ته به ګټه وکړي .
سرچینې وایي، د مڼو د دغو لومړنیو صادراتو ترڅنګ تمه ده، چې په راتلونکې کې به دغه لړۍ نوره هم پراخه شي او د هېواد نور کرنیز محصولات به هم د همدې لارې هند او نورو نړۍوالو بازارونو ته صادر شي.
باید وویل شي، چې درې ورځې وړاندې هم د کندهار ولایت مقام، د کرنې ریاست، د سوداګرۍ خونې او ملي سوداګرو په ګډو هڅو سره د ۱۰۰ ټنه وچو انځرو صادرات هند ته ترسره شوي وو.


تلاش‌ها برای بازاریابی محصولات زراعتی؛ برای نخستین بار سیب از کندهار به هند صادر شد
۱۲ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
در راستای بازاریابی جهانی محصولات زراعتی کشور، نخستین محموله ۱۲۵ تُنی سیب از طریق کندهار به هند صادر شد.
به گفته مسئولان ریاست زراعت کندهار، این صادرات در همکاری مشترک ریاست زراعت کندهار و اتاق تجارت عملی گردیده است. بخش عمده این سیب‌ها از ولایت‌های غزنی و میدان وردک جمع‌آوری شده و از طریق کندهار و بندر چابهار ایران به هند انتقال یافته است.
مسئولان می‌افزایند که به دلیل تنش‌های سیاسی میان هند و پاکستان، بندر واگه بر روی تجارت بسته شده؛ اما بندر چابهار مسیر تازه‌ای برای صادرات محصولات زراعتی افغانستان به بازارهای جهانی فراهم ساخته است.
سیب از محصولات مهم زراعتی افغانستان به شمار می‌رود، اما به دلیل کمبود بازارهای خارجی، اکنون در بازارهای داخلی کشور با بهای پایین به فروش می‌رسد. مقام‌ها پیش‌بینی می‌کنند که با آغاز روند صادرات سیب به بیرون، نرخ آن بهبود یافته و برای دهقانان سودآور خواهد بود.
منابع می‌گویند که در کنار این نخستین صادرات سیب، انتظار می‌رود در آینده این روند گسترش یابد و دیگر محصولات زراعتی کشور نیز از همین مسیر به هند و سایر بازارهای جهانی صادر گردد.
گفتنی است که سه روز پیش نیز در نتیجه تلاش‌های مشترک مقام ولایت کندهار، ریاست زراعت، اتاق تجارت و تاجران ملی، ۱۰۰ تُن انجیر خشک به هند صادر شده بود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت