لغمان کې ۷۰ بزګرانو ته د شولو او جوارو  ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۲۷
لغمان کې ۷۰ بزګرانو ته د شولو او جوارو  ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مټ، ۷۰ تنو بزګرانو ته د شولو او جوارو ننداریزو کروندو د کرلو لپاره کیمیاوي سره، کرنیز وسایل او نغدې مرسته ووېشل شوه.
د دې پروګرام موخه د شولو او جوارو د حاصلاتو لوړول او بزګرانو ته د عملي زده‌کړې زمینه برابرول ده.
د مرستو د وېش لړۍ د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد او د کرنیزو چارو آمر انجینر بریالي همدرد لخوا پرانیستل شوه.
مولوي عبدالستار محمد وویل: «یادې ننداریزې کروندې به د نوې تکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو له لارې ترسره شي، څو د شولو او جوارو حاصلات زیات او د نورو بزګرانو لپاره د عملي زده‌کړې زمینه برابره شي».
ښاغلي محمد بزګرانو ته د کتاري کرنې په اهمیت مسلکي خبرې وکړې او هغوی یې عصري کرنې ته وهڅول. هغه له بزګرانو وغوښتل، چې د ریاست د مسلکي ټیم په مشوره یاد توکي په کرونده کې وکاروي.
د یادې برنامې له مخې، د شولو ننداریزې کروندې هر بزګر ته ۲۱ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۱۴ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره، د هرزه ګیاوو د مخنیوي لپاره یو عدد «پوش ویډر» او د ځمکې د چمتووالي لپاره ۱۴۳۰ افغانۍ ورکړل شوې.
همدارنګه، د جوارو ننداریزې کروندې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۳۰ کیلوګرامه توره سره او د ځمکې د چمتووالي لپاره ۱۳۲۰ افغانۍ نغدې مرسته ورکړل شوه.
باید وویل شي، چې ننداریزې کروندې هغه کرنیزې پروژې دي، چې د نوو تخنیکونو او اصلاح شوو موادو د ازمېښت او ښودنې لپاره کارېږي. دا پروګرامونه نه یوازې د حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابروي، بلکې بزګرانو ته د نوو میتودونو عملي زده‌کړه هم وړاندې کوي.

در لغمان برای  ۷۰ تن از  دهاقین وسایل زراعتی توزیع شد
۶ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری لغمان و با استفاده از بودجه توسعه‌ای وزارت زراعت، به ۷۰ تن از دهاقین وسایل زراعتی، کودهای کیمیاوی و کمک نقدی برای کاشت مزارع نمایشی گندم و جواری توزیع شد.
هدف این برنامه افزایش تولیدات گندم و جواری و فراهم کردن زمینه آموزش عملی برای دهاقین است. مراسم توزیع کمک‌ها توسط مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت لغمان، و انجینر بریالی همدرد، آمر امور زراعتی، افتتاح شد.
مولوی عبدالستار محمد گفت: «این مزارع نمایشی با استفاده از تکنولوژی نوین، بذرهای اصلاح‌شده و روش‌های استاندارد زراعتی ایجاد می‌شوند تا تولیدات گندم و ذرت افزایش یابد و زمینه آموزش عملی برای سایر دهاقین فراهم گردد.»
وی همچنین اهمیت کشت دسته‌ای (کتاری) را توضیح داد و دهاقین را تشویق کرد که با مشاوره تیم فنی ریاست، وسایل توزیع‌شده را در مزارع خود استفاده کنند.
براساس این برنامه، هر دهاقین در مزارع نمایشی گندم، ۲۱ کیلوگرم کود سفید، ۱۴ کیلوگرم کود سیاه، یک دستگاه «پوش ویدر» برای جلوگیری از علف‌های هرز و مبلغ ۱۴۳۰ افغانی برای آماده‌سازی زمین دریافت کردند.
همچنین، در مزارع نمایشی جواری هر دهاقین ۵۰ کیلوگرم کود سفید، ۳۰ کیلوگرم کود سیاه و مبلغ ۱۳۲۰ افغانی نقدی برای آماده‌سازی زمین دریافت نمود.
شایان ذکر است که مزارع نمایشی پروژه‌هایی هستند که برای آزمایش و نمایش تکنیک‌ها و مواد اصلاح‌شده ایجاد می‌شوند. این برنامه‌ها نه تنها زمینه افزایش تولیدات را فراهم می‌کنند، بلکه به دهاقین آموزش عملی روش‌های نوین زراعت را نیز ارائه می‌دهند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۲۲
Background image

پکتیا کې د کرنیزې پرمختیا صندوق پرانیسته وشوه

۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو په لړ کې د پکتیا په ولایت کې بزګرو او د کرنیزو توکو سوداګرو ته د مضاربت او مشارکت له لارې د پورونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

لغمان کې ۷۰ بزګرانو ته د شولو او جوارو  ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مټ، ۷۰ تنو بزګرانو ته د شولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۱۸
Background image

پکتیا کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت سړه خونه پرانیستل شوه

۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او د ترکیې د همکاری او همغږۍ ادارې (ټیکا) په مالي ملاتړ د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په ارزښت یوه. . .

بازگشت