دهلمند ولایت د کرنې رییس د خصوصي سکتور د پانګونې د ودې په موخه د خرما له بڼونو لیدنه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۳:۱۰
دهلمند ولایت د کرنې رییس د خصوصي سکتور د پانګونې د ودې په موخه د خرما له بڼونو لیدنه وکړه

۲۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د خصوصي سکتور د پانګونې او کرنیزو فعالیتونو د هڅونې او ملاتړ په موخه، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه بولان سیمه کې د هغو بزګرانو او پانګوالو د خرما له بڼونو لیدنه وکړه، چې په خپلو شخصي ځمکو کې یې د خرما بڼونه جوړ کړي دي.
په دې لیدنه کې، د هلمند د کرنې رییس د خرما د بڼونو عمومي وضعیت، د ونو د ودې کیفیت او د حاصلاتو کچه له نږدې وکتله او د پانګوالو او بڼوالو ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.
ښاغلي وهاج د خصوصي سکتور دغه هڅې د هلمند د کرنې د ودې لپاره مهمې او ګټورې وبللې او ټینګار یې وکړ چې د کرنې ریاست به ورسره د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره له هېڅ ډول همکارۍ او ملاتړ څخه ډډه نه کوي.
نوموړي وویل:«د هلمند ځمکې د خرما د بڼونو د جوړولو لپاره ځانګړې وړتیا لري، ځکه چې د دې ولایت حاصلخېزه ځمکه، کافي اوبه او د اقلیم مناسبه هوا د دې حاصلاتو د تولید لپاره غوره شرایط برابروي».
د هلمند دکرنې رییس دغه راز زیاته کړه، چې د خرما د بڼونو پراختیا نه یوازې د کرنیزو محصولاتو تنوع زیاتوي، بلکې د بزګرانو لپاره د عاید نوې سرچینې هم برابروي او د کارموندنې په برخه کې مثبت اغېز لري.»
باید وویل شي، چې هلمند اوس مهال د کرنیزو حاصلاتو له پلوه د هېواد له مهمو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د خرما د بڼونو د پراخېدو سره به د دې ولایت اقتصادي ارزښت نور هم لوړ شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت