د کندهار بولدک ولسوالی کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۹:۴۰
د کندهار بولدک ولسوالی کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندې د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي، ځنګلي او ریګي بوټو د ساتنې او پرېکولو د مخنیوي په موخه کمپاین ترسره کړه، چې د دې کمپاین په ترڅ کې یې د یادې ولسوالی په ۱۰ ناحیه کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه نیولي ده. مسؤلین وایي چې یو تن غوښتل دغه بوټي په غیرقانوني ډول انتقال کړي، او د شخصي موخو لپاره یې وکاروي چې په وړاندې یې اقدام سوي او د ناقانونه انتقال مخه یې نیول شوې ده. 
د یادو بوټو ارزښت په دښتي او ریګي سیمو کې زیات ګټور دي، چې د یادو بوټو د ساتني سره سم د هوا ککړتیا او د شګو انتقال او پاشولو مخه نیول کېږي ترڅو د یادو بوټو پواسطه د شګو انتقال د یو ځای څخه بل ته د انتقال مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې کندهار کرنې ریاست په دې وروستیو کې د طبیعي بوټو د ناقانونه انتقال په وړانې جدي هڅې کړي، ترڅو په کندهار ټولو ولسوالیو کې د طبیعي او ملي شتمني څخه په توګه ساتنه وسي او هیچاته اجازه ورنه کړل شي، چې په غیري قانوني ډول ملي شتمني زیانمنې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت