د کندهار په لرو پرتو ولسوالیو کې ۷۰ بزګرانو ته د زعفران تخمونه وېشل کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۱:۳
د کندهار په لرو پرتو ولسوالیو کې ۷۰ بزګرانو ته د زعفران تخمونه وېشل کېږي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کندهار ولایت د نېش، غورک، میانېشین، خاکریز او معروف ولسوالیو ۷۰ تنه مستحق بزګرانو ته د زعفران د کرنې د ودې او پراختیا په موخه د زعفران نبات تخمونه وېشل کېږي.
د کندهار د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس‌الرحمن موسا وایي، چې د تخمونو د وېش لپاره د کندهار کرنې ریاست او ګډ پلاوي له خوا د بزګرانو د نوم‌لیکنې پروسه په شفاف ډول بشپړه شوې او مستحق کسان غوره شوي دي. ټاکل شوې ده، چې د یادو ولسوالیو هرې یوې کې ۱۴ تنه بزګرانو ته تخمونه ورکړل شي.
دا مرسته د بدیل معیشت (د کوکنارو بدیل) پروګرام برخه ده، چې موخه یې د زعفران کرنې ته وده ورکول، د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لرونکی نبات معرفي کول، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، او د نویو بدیلو کښتونو دودول دي.
د یادونې ده، چې څه باندې یوه میاشت وړاندې هم، د کرنې وزارت په مالي ملاتړ او د کندهار کرنې ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کندهار په درېیو ناحیو کې ۲۰ تنه بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او نغدې مرسته وېشل شوې وه، ترڅو د کرنیزو چارو د پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت