د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: په هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د پالونیا قلمو روزنه بریالۍ پایله ورکړه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۷:۱۱
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: په هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د پالونیا قلمو روزنه بریالۍ پایله ورکړه


۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د پالونیا ونو د ودې او پراخ ترویج په موخه یو مهم عملي او علمي ګام پورته کړی، چې د هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د پالونیا قلمو روزنې تجربه یې د بریالیتوب ښکارندویي کوي.
یاد شرکت د خپلو څلورو فارمونو په کچه د پالونیا ونو د نیالګیو وده ارزولې او پایلې یې د خوښۍ وړ بللې دي. د علمي او تخنیکي تجربو د پراختیا لپاره، د ثمرخېلو قوریې په چوکاټ کې د پالونیا د ونو هغه قلمې، چې له رېښو څخه اخیستل شوې وې، په ازمایښتي ډول په ۱۶ پلاستيکي کڅوړو کې کرل شوې دي. دا قلمې تر لازمې روزنې لاندې نیول شوې او د ابتدایي ارزونې له مخې پایله یې مثبته ثابته شوې ده.
پالونیا د چټکې ودې، اقلیمي انطباق، خاورې د حاصلخېزۍ، او اقتصادي ارزښت له امله یوه له هغو مهمو ونو څخه ګڼل کېږي، چې کولی شي په زرغونتیا، چاپېریالي توازن، دوامداره کرنه او اقتصادي پراختیا کې ارزښتناک رول ولوبوي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت ژمن دی، چې د پالونیا د لا زیات ترویج، تولید او کرنیزو سیمو ته د انتقال په برخه کې خپلې هڅې لا پراخې کړي، تر څو د یادو بوټو څخه اغېزمنه استفاده وشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۳
Background image

غزني کې ۴۳ بې‌وزله کورنیو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو د وېش لړۍ بشپړه شوه

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ، د غزني ښار اړوند یو شمېر کلیو کې ۴۳ مستحقو او بې‌وزله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

دکرنې وزارت د جیوديزي او تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارکوونکو ته روزنيز ورکشاپ دایر شو 

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رياست د جیوديزي او کدستر او د ځمکو د تصفيې په برخه کې نوي ګمارل شوي کارمندانو ته روزنيز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې لسګونه کرنیزې او پراختیایي پروژې پلي کېږي

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیکا ولایت په جانیخېل او ګومل ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «هېلټو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د. . .

بازگشت