د کونړ نورګل ولسوالی کې پر لسګونو کورنیو د شېدو غواوې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۲:۱۶
د کونړ نورګل ولسوالی کې پر لسګونو کورنیو د شېدو غواوې ووېشل شوې

۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د نه انلوس مؤسسې له لورې ددې ولایت د نورګل ولسوالی کې  لسګونو کونډو او بې وزله مېرمنو ته د شېدو غواوې ورکړل شوې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د کرنیزو چوپړتیاوو مدیر، د نورګل ولسوالی مرستیال او د یادې ولسوالی قومي مشرانو ګډون درلود.  یادو چاراکو وویل د نه انلوس مؤسسې له لورې په نورګل ولسوالی کې ۸۵ مېرمنو ته د شېدو غواوې د کورني اقتصاد پیاوړتیا، لبنی محصولاتو زیاتوالي او مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا په موخه وېشل شوي دي.
دوی زیاته کړه، چې  په راتلوونکي کې یادو مېرمنو ته د څارویو تغذیي او پیاوړتیا لپاره حیواني خوراکه او روزنې هم ورکول کېږي.
د نورګل ولسوالی مرستیال وویل. چې د نورګل ولسوالۍ د مالدارۍ لپاره مساعدې سیمې لري او په دې برخه کې  د کونړ د کرنې ریاست څخه دلا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د نه انلوس مؤسسي کارکوونکي د مالدارۍ پر ارزښت، ساتنی او حیواني خوراکې ورکړې تفصیلې معلومات مالدارانو ته وړاندې کړل.
د کونړ د کرنې ریاست هڅه کوي په کلیوالي سیمو کې د خلکو اقتصادی پیاوړتیا په موخه ګتورې پروژی پلی کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت