دهلمند نهرسراج ولسوالی کې د ۷۶ بابه دوکانونو د رغولو چارې ودرول شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۲:۹
دهلمند نهرسراج ولسوالی کې د ۷۶ بابه دوکانونو د رغولو چارې ودرول شوې

۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د نهرسراج ولسوالی په اړوند سیمه کې د ۷۶ بابه نوو دوکانونو د غیرقانوني رغولو چارې ودرول شوې.
یاد دوکانونه پر هغه امارتي ځمکه جوړېدل، چې ملکیت یې د کرنې ریاست اړوند دی، خو تر اوسه پورې هېڅ کومې ادارې ته نه دی انتقال شوي.
دغه اقدام د نهرسراج ولسوالی د کرنې مدیریت او امنیتي ادارو په همغږۍ ترسره شوی، څو د امارتي ځمکو د غصب او ناقانونه استفادې مخه یې ونیول شي.
یاده ځمکه د کندهار ـ هلمند پر عمومي سړک موقعیت لري، چې له سوداګریز پلوه ډېر ارزښت لري او په وروستیو کې یې د رغونې چارې د ځینو اشخاصو لخوا پیل شوې وې.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، چې د امارتي ځمکو د ساتنې لپاره به دا ډول هڅې دوام ولري، او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د قانون خلاف عمل وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

بازگشت