د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالی کې د نیالګیو کښېنولو اشر پیل شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۴۷
د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالی کې د نیالګیو کښېنولو اشر پیل شو


۲۷ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالۍ کې د نیالګیو کښېنولو د عامه اشر پرانیستغونډه وشوه، چې پکې د کرنې رییس محمد زمان عمري، د ولسوالۍ مسؤلینو، قومي مشرانو، علماوو، سپین‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و.
د کرنې رییس محمد زمان عمري د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نیالګیو کښېنولو پر ارزښت، شرعي او ټولنیزو ګټو مفصلې خبرې وکړې. نوموړي وویل چې اسلامي امارت د هېواد د زرغونتیا او ښېرازۍ لپاره جدي اقدامات کوي او له خلکو یې وغوښتل چې د کښېنول شوو نیالګیو پالنه او ساتنه وکړي، څو دا هڅې مطلوبه پایلې ورکړي.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د ولسونو خدمت ته ژمن دی، او که خلک ستونزې ولري، باید له امارتي مسؤلینو سره یې شریکې کړي، ترڅو پر وخت ورته رسېدنه وشي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو نیالګي کښېنول، چې په دې توګه د نیالګیو کښېنولو عامه اشر رسماً پیل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

بازگشت