د کرنې وزارت د مالدارۍ ریاست کډ پلاوي د کندهار مالدارۍ سکتور د فعالیتونو ارزونه او څارنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
د کرنې وزارت د مالدارۍ ریاست کډ پلاوي د کندهار مالدارۍ سکتور د فعالیتونو ارزونه او څارنه وکړه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کرنې وزارت څخه د مالدارۍ د خدماتو ریاست درې کسیزه پلاوی، د مالدارۍ آمریت د مسؤلینو په ملتیا، د غواوو فارم لرونکو، لبنیاتو د تولید او پروسس فابریکو، د څارویو خوراکي توکو، او د مصنوعي القاح تخنیکرانو فعالیتونو د څارنې او ارزونې لپاره کندهار ته سفر وکړ. د دې سفر موخه د مالدارۍ د مختلفو برخو د فعالیتونو ارزونه، د ستونزو تشخیص، او د اصلاحاتو لپاره لازمې سپارښتنې وړاندې کول وو.
د ارزونې پر مهال، د مصنوعي القاح مرکزونو، د یخ وهلي سپرم د پلور مرکزونو، د لبنیاتو د تولید او پروسس فابریکو، د څارویو محصولاتو د پروسس فابریکو، او د څارویو خوراکي توکو د تولید فابریکو ته ځانګړې پاملرنه وشوه. د دې څارنې پر مهال، د لبنیاتو د پروسس فابریکو د کار کیفیت، د څارویو محصولاتو د تولید بهیر، د څارویو خوراکي توکو معیارونه، او د مالدارۍ فارمونو وضعیت وارزول شو. همداراز، د فارمونو او فابریکو مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د څارویو محصولاتو روغتیایي معیارونه رعایت کړي، د مصنوعي القاح تخنیکران خپل فعالیتونه لا معیاري کړي، او د څارویو خوراکو د کیفیت کنټرول ته جدي پاملرنه وشي.
پلاوي په کندهار کې د مالدارۍ اړوند بېلابېلو فابریکو او شرکتونو، لکه میلکو، افغان مالدار، وطن دانه، میوند دانه، سلیم کریمي، او تاج وطن شرکتونو ته هم سفرونه ترسره کړل، د دوی فعالیتونه یې وڅارل، او د لا ښه والي لپاره یې لازمې سپارښتنې وړاندې کړې. د دې ارزونو موخه دا وه چې د مالدارۍ سکتور لا پرمختګ وکړي، د څارویو محصولاتو کیفیت لوړ سي، او خلک د پاکو او معیاري محصولاتو څخه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د مالدارۍ آمریت په وروستیو کې د صحي حیواني محصولاتو ته ځانګړې پاملرنه کړې، او د مالدارۍ فارمونو د معیاري کولو لپاره یې جدي ګامونه اخیستي. دا ډول څارنې او ارزونې به دوام ولري، ترڅو د کندهار مالدارۍ سکتور وده وکړي او خلکو ته باکیفیته څارویو محصولات برابر شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

بغلان ولایت کې څه‌باندې پنځه زره مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه کېږي

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د غنمو د بیې د کنټرول، د احتکار د مخنیوي، له کروندګرو سره د اقتصادي مرستې، او بېړنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

کندهار کې د پنبې تخنیکي روزنې پروګرام پیل شو

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یو ان او ډي سي او د. . .

بازگشت