د کندهار دوو ولسوالیو کې یوشمېر بڼوالو ته معیاري بڼونه جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۵:۱۰
د کندهار دوو ولسوالیو کې یوشمېر بڼوالو ته معیاري بڼونه جوړېږي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،اچ،ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي او معروف په ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو ته د پلمې او ایته انګورو معیاري بڼونه جوړېږي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې پروسې په ترڅ کې د پنجوایي ولسوالی ۷ تنو اړمنو بڼوالو ته پر ۷ جریبه ځمکه د پلمې مېوې بڼونه جوړېږي، چې یاد بڼونه د مسلکي انجنیرانو له لوري د پنجوایې ولسوالی په صالحانو، سفیدروان او جمراسي سیمو کې ډیزاین شوی، چې له مخې به یې هر بزګر ته پر یو جریب ځمکه یو بڼ په معیاري ډول جوړ شي.
بلخوا د کندهار د معروف په ولسوالی کې هم ۱۰ تنو اړمنو بڼوالو ته پر ۱۰ جریبه ځمکه د ایته انګورو بڼونه ړېږي. د چارواکو په خبره یاد بڼونه د مسلکي انجنیرانو له لوري د معروف ولسوالۍ په پیرزي، خوګیاڼي، محمدزي غونډي، کورزیزي، کښته شغزي او سوګنی سیمو کې جوړیږي، چې له مخې به یې هر بزګر ته پر یو جریب ځمکه یو بڼ جوړ شي او ورسره ترڅنګ به ۳۳۳ د ایته انګور نیالګي هم ورکول کېږي.
همداراز، د دې بڼونو د ښه، اساسي او پایداره جوړښت لپاره، بڼوالو ته روزنه هم ورکړل شوي، چې په دې روزنه کې بڼوالو ته د ځمکې منظم چمتووالی، د نیالګیو منظم اېښودل، د نیالګیو دکتارونو ترمنځ د مناسب فاصلي پرېښودل، د اوبو د منظم سیستم رامنځته کول، او ورته اړینې سپارښتنې وشوې، ترڅو بڼونه یې په ښه توګه وده وکړي.
د دې بڼونو جوړولو موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، دایته انګورو او د پلمې مېوو پراختیا، د بزګرانو ځان بسیاینه، او د هغوی لپاره د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

 

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳۰. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت