د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کې ۶ زره څاروي د طاعون ناروغۍ ضد واکسین شول 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۲:۱۷
د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کې ۶ زره څاروي د طاعون ناروغۍ ضد واکسین شول 

په کندهار ولایت کې د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۶ زره کوچنیو څارویو ته واکسین تطبیق شو. دا واکسین د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان اف اې او په مالي ملاتړ، د ژړۍ ولسوالۍ د مسلکي پاراوټرانو په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شو.
د واکسین تطبیق د درېیو اونیو په موده کې د ژړۍ ولسوالۍ په ټولو سیمو کې ترسره شو، چې موخه یې د طاعون وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي کول، د مالدارانو اقتصادي زیانونو کمول، او مسلکي کسانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي. دغه کمپاین به د څارویو د شېدو او غوښې تولید دوامدار کړي او د ناروغیو خپرېدل به په وخت کنټرول کړي.
د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅه او د اف اې او په مالي ملاتړ، د ارغستان، پنجوایي او خاکریز ولسوالیو کې ورته واکسین تطبیق شوی و، چې په ترڅ کې یې ۱۶ زره کوچني څاروي واکسین شوي وو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت