د ننګرهار فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۲
د ننګرهار فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي  

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې د کبانو فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي. 
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وایي چې په دې ولایت کې ۱۰۰ د کبانو فارمونه فعالیت کوي، چې له مخې یې نږدې ۳۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.  
مولوي محسن زیاته کړه: چې اوسنی تولید د ننګرهار د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه دی، خو د دې برخې د پراختیا لپاره هڅې روانې دي. هغه د پانګوالو هڅونې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د کبانو د غوښې تولید په برخه کې پر ځان بسیاینې لپاره پانګونه اړینه ده.  
د کرنې رئیس همدارنګه وویل: چې په راتلونکي کې د کبانو د بچیو تولید لپاره د هچریانو جوړولو پلان لري، ترڅو د دې برخې اړتیاوې په کور دننه پوره شي.  
بلخوا، هره ورځ نږدې لس ټنه د کبانو غوښه د پاکستان څخه د تورخم له لارې ننګرهار ته واردیږي.  
ننګرهار د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یو مهم ولایت دی، چې د کبانو د تولید ترڅنګ په نورو برخو کې هم د ودې لپاره ګڼې پروژې پلي کوي. د کبانو غوښه د خوړو اړینه برخه ګڼل کېږي، چې په همدې موخه د دې اړتیا پوره کولو هڅې روانې دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت