کندهار کې د غنمو پېرلو لړۍ په چټکۍ روانه ده

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۵۴
کندهار کې د غنمو پېرلو لړۍ په چټکۍ روانه ده

۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر، امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم سره سم، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کندهار کرنیزو چارو آمریت او اړوندو کمیټو استازو په تخنیکي همکارۍ تر دې دمه ۱۸۰۰ مټریک ټنه مازاد غنم پېرلي او په زېرمه تونونو کې یې زېرمه کړي دي. د مسؤلینو په وینا پاتې غنم به هم په راتلونکو څو ورځو کې په عادلانه توګه وپېرل شي او د بحراني حالاتو، وچکالۍ، طبیعي پېښو کې د غنمو نشتوالي په موخه به زېرمه شي. 
مولوی قدرت الله حقیار د غنمو د کیفیت ارزونې او پېرلو پروسې څارنه وکړه. هغه د څارنې په ترڅ کې د پېرلو او تسلیمۍ کمیټې سره لیدنه وکړه، د هغوی کارونه یې له نږدې وڅارل او د غنمو د ښه کیفیت څارلو لپاره یې اړینې سپارښتنې شریکې کړې.
مولوي حقیار د خپلو خبرو په ترڅ کې د دواړو کمیټو څخه غوښتنه وکړه چې د غنمو په پېرلو او تسلیمۍ کې له بشپړې دقت څخه کار واخلي او په دې برخه کې هر ډول ستونزو ته جدۍ متوجه سي. هغه ټینګار وکړ چې د غنمو د پېرلو پر مهال دې د غنمو کیفیت ته زیاته پاملرنه وسي او یوازې ښه کیفیت لرونکي غنم دې وپېرل شي. ښاغلی حقیار دغه راز په یادو برخو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې سږ کال په کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم له مخې ۵۰۱۰ مټریک ټنه مازاد غنم پېرل کېږي. د دې غنمو د پېرلو او زېرمه کولو لپاره بېلابېلې کمیټې ګومارل شوې دي ترڅو دغه پروسه په ښه توګه پر مخ یوړل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۵۲
Background image

ننګرهار کې د بدیل معیشت د پروګرام له لارې د پروژو پرانیسته او دنشه یي توکو د زیانونو په موخه لویه ولسي غونډه ترسره شوه

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت او د امیرالمومنین حفظه الله د نشه یي توکو د مخنیوي فرمان د تطبیق په موخه ننګرهار کې لویه ولسي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۳۷
Background image

د کندهار له لارې د انځرو صادرات دوه برابره زیات شوي؛ سږ کال نږدې ۳۰ زره ټنه انځر بهر ته لېږدول شوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د انځرو صادرات ۲۹ زره او ۷۸۴ ټنو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۳۴
Background image

لغمان کې د کانګو وینه‌بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین او د بروسلوز ناروغۍ د څار پروګرامونو د تطبیق پرانیسته وشوه

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان په ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له مخې د کانګو وینه‌بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین او د بروسلوز. . .

بازگشت