د پکتیکا کرنې رئیس د اکشن ایډ مؤسسې مسؤلینو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۰
د پکتیکا کرنې رئیس د اکشن ایډ مؤسسې مسؤلینو سره وکتل

۳۰ لړم ۱۴۰۳ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ هـ.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس مولوي محمد زمان عمري د اکشن ایډ مؤسسې له مسؤلینو او کارکوونکو سره په یوه ناسته کې د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد زمان عمري د کرنې او مالدارۍ د سکتور پر پرمختګ خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د کرنې سکتور د پرمختګ لپاره به له اکشن ایډ مؤسسې سره هر اړخیزه همکاري وکړي. نوموړي د مؤسسې له استازو وغوښتل، چې په دې سکتور کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
د اکشن ایډ مؤسسې مسؤلینو د خپلو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او د همکارۍ د دوام ډاډ یې څرګند کړ.
دا ناسته د پکتیکا په کرنیز سکتور کې د اکشن ایډ مؤسسې د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره ترسره شوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت