په لغمان کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۳:۱
په لغمان کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې

۳۰ لړم ۱۴۰۳ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیايي بودیجې له لارې یو شمیر بزګرانو ته د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو لپاره اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره مرسته ورکړه.
یاده مرسته د کرنې ریاست د رئیس مولوي عبدالستار محمد او د کرنیزو چارو امر انجنیر بریالي همدرد لخوا بزګرانو ته وسپارل شوه. مولوي عبدالستار محمد وویل چې د کرنې وزارت د لغمان لپاره د غنمو کتاري کرنې په موخه دولس ننداریزې کروندې منظورې کړې وې چې د هرې ولسوالۍ لپاره دوه بزګران ټاکل شوي دي. دغه بزګران به د ترویج مسلکي کارمندانو په لارښوونو سره غنم وکري چې تمه کېږي حاصلات به یې زیات شي.
مولوي عبدالستار زیاته کړه چې په دې مرسته کې هر بزګر ته ۲۵ کیلوګرامه توره سره، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، د یو جریب ځمکې لپاره ۲۵ کیلوګرامه اصلاح شوی تخم او د ځمکې د کلبه کولو لپاره زر افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه. د کرنې ریاست هڅه کوي چې بزګران عصري کرنې ته وهڅوي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي ترڅو عنعنوي کرنه په عصري کرنه بدله شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت