خوست ولایت کې د عشر راټولولو له چارو څارنه ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۱۲
خوست ولایت کې د عشر راټولولو له چارو څارنه ترسره شوه

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځاځي میدان، صبریو او باک ولسوالیو کې د عشر راټولولو فعالیتونو څخه څارنه وکړه. دغه څارنه د عشر راټولولو او ګزارشونو تنظیم آمر مولوي اظهارالدین ابوناصر، د زکات راټولولو آمر مولوي حفیظ الله نثار، د عشر زکات عوایدو تنظیم او محاسبې آمر قاري سید مرجان خالد او د عشر کارپوه عبدالمجید منیب په ګډون ترسره شوه. 
د یادو ولسوالیو عاشرینو او عاملینو ته د خپلو دندو په وخت سرته رسولو او ټولو ساحو ته د رسیدګۍ په برخه کې د ښې همغږۍ او تفاهم سپارښتنه وشوه. د دغو کارمندانو له اجرأتو څخه په ساحو او دفتر کې څارنه وشوه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د بلخ چهاربولک ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چهاربولک ولسوالی ۱۰۴بڼوالو سره دکرنیزو توکو او درملو مرسته ترسره شوه.
ددغو مرستو په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د خوست مرکز او شاه ولیکوټ ولسوالی کې یوشمېر بزګران وروزل شول

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ددې ولایت د مرکز او شاه ولیکوټ ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارمندانو له لوري په مسلکي او فني ډول د شولو ننداریزو کروندو. . .

بازگشت