د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت لوی رییس د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې له رئیس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۴:۳
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت لوی رییس د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې له رئیس سره وکتل

۱۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت لوی رییس سید محمد نعیم «محمدي» په خپل کاري دفتر کې د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې رئیس اجمل رحماني او نورو اړوندو مسؤلینو سره وکتل. په دې ناسته کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د کرنیزو چارو رییس انجینر محمد جمیل «خوشحال»، د املاکو سرپرست امر نبي جان «اغا» او څو نورو مسؤلینو هم ګډون درلود. د ناستې پر مهال د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې اړوند پروسس کوونکو کارخانو لپاره د هډې فارم دویم بلاک کې د مناسبې ځمکې ورکړې او د پخوانیو کارخانو قراردادونو د تمدید موضوعات وڅېړل شول.
د ناستې په پای کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت لوی رییس سید محمد نعیم «محمدي» له لوري ډاډ ورکړل شو، چې د قانون او اصولو په رڼا کې به د ټولو ستونزو د حل په برخه کې بشپړه همکاري کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت